د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۸۲ ميلیونو افغانیو په ارزښت د امیر علي شیر نوایي د دویم فاز په صنعتي پارک کې پانګونه کوي

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۱۱:۲۸
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۸۲ ميلیونو افغانیو په ارزښت د امیر علي شیر نوایي د دویم فاز په صنعتي پارک کې پانګونه کوي

22/4/1399

د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونې مديره پلاوي ښاغلي آرش یونسي او د دې ولایت د معدن او صنایع خونې ریس ښاغلي ياسین اکبري د سوداګرۍ خونو، خصوصي سکتور، صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګډو همکاريو په موخه دصنعت او سوداګرۍ وزارت له سر پرست معين ښاغلي عبدالکریم ملکيار سره وکتل په دغه کتنه کې ددواړو خونو درهبرۍ پلاوي دخصوصي سکتور صنعت او سوداګرۍ وزارت تر منځ له ګډې همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او تر څنګ يې په دغه ولايت کې دصنعت او سوداګرۍ پر وضعيت، د کسبګرو پر فعالیتونو او د خصوصي سکتور پر ستونزو خبرې وکړې او دلاډيرو همکاريو غوښتونکي شول.

ښاغلي ملکيار دغه پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنګ په ډاګه کړه چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د اقتصادي ودې سترې موخې ته درسېدو لپاره غوره وسيله ده او په ټول توان دخصوصي سکتور د قانوني کړنو ملاتړ کوي.

نوموړي په بلخ ولایت کې د صنعتي پارکونو په اړه وويل چې دغه وزارت به په نږدې راتلونکي کې په بنسټیزو برخو کې دبلخ ولايت په امير علي شير نوايي صنعتي پارک کې 82 ميليونه افغانۍ پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS