د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ایران له فرهنگی اتشه سره وکتل

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۲:۴۹
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ایران له فرهن ل.ګي سلاکار سره وکتل

دوشنبه ۱۵ رمضان المبارک ۱۴۴۵ / ۶ وری ۱۴۰۳

 د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په کابل کې میشت د ایران اسلامي جمهوریت فرهنګي اتشه محترم ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د فرهنګي اړیکو، د لاسي صنايعو د پراختيا، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو د علمي لیدنو، د استادانو د تجربو د شريکولو، افغان محصلينو ته د ايران له خوا د تحصيلي بورسونو او د نندارتونونو د جوړولو په باب خبرې وکړې.

د غونډې پای کښې د ایران د اسلامی جمهوریت تجارتی، کلتوری او لرغونو ځایونو ته د لنډ مهاله سفرونو په اړه موافقه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۴۷
Background image

د ملي او نړیوالو موسسو له مسوولینو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم (عقرب) په ۳۰ مه د کورنیو د پیاوړي کولو، له وړو تشبثاتو او د سوداګرۍ او حرفو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۳۱
Background image

د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانانو د سوداګریزو فعالیتونو په اړه خبرې اترې

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم (عقرب) په دیرشمه نېټه، د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي امارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۲۲
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه مقام: د هېواد صنعت تخنیکي او مسلکي کدرونو ته اړتیا لري

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا د اداري مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفي، د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاری دین‌محمد حنیف، د اوبو او. . .

BACK TO NEWS