د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په مالیزیا کې د اسلامي امارت له سفیر سره وکتل
سه شنبه ۱۷ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۲۹ لړم ۱۴۰۳
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د سه شنبې په ورځ د لړم(عقرب) ۲۹مه، په مالیزیا هېواد کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر محترم نقیبالله احمدي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
پدې کتنه کې محترم الحاج عزیزي او محترم احمدي د هېواد د سوداګریزو مسایلو په اړه سره خبرې وکړې او له یو بل سره یې نظرونه تبادله کړل.