د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د بي بي خدیجه الکبری له نندارتون څخه لیدنه وکړه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۱:۴۸
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د بي بي خدیجه الکبری له نندارتون څخه لیدنه وکړه

پنج شنبه مورخ ۲ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۲۵ لړم ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال محترم مولوي قدرت الله جمال د بي بي خدیجه الکبری رضی الله عنها له نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي جمال د ې نندارتون له غرفو څخه د لیدنې پر مهال په هېواد کې د ښځینه متشبثینو ستونزې او ننګونې هم واورېدې او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د هر راز  همکارۍ ژمنه وکړه.

نوموړی په دغه نندارتون کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د متشبثو ښځو له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه؛ د اسلامي امارت له حاکمیت سره په ټول هېواد کې امنيت تامين شوى او نن د هېواد له هر ګوټ څخه ښځو په دې نندارتون کې ګډون کړى دى.

يو شمېر ګډون کوونکو مېرمنو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ څخه د صنعت کارانو او متشبثينو له ملاتړ څخه مننه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د بي بي خديجه الکبری رضی الله عنها په نندارتون کې څه باندې ٨٠٠ غرفو کې د هېواد ګڼو سوداګرو او صنعت کارو مېرمنو خپل توليدات او لاسي صنايع د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS