د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د خوست ولایت له صنعت‌ کارانو سره لیدنه و کړه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۴:۴۷
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د خوست ولایت له صنعت‌ کارانو سره لیدنه و کړه

شنبه 14 شوال المکرم 1446 / 23 حمل 1404

پدې لیدنه کې د خوست ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس او د خوست ولایت د صنایع او معادنو خونې رئیس او د خوست ولایت ګڼ شمېر صنعت‌کارانو ګډون در لود.

صنعت‌کارانو هغه ستونزې چې د دوی د صنعتي فعالیتونو په وړاندې پرتې دي، د دې وزارت له معین سره شریکې کړې.

محترم مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د دواړو اړخونو ترمنځ پر یووالي او باور ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې ټول مسوولین د خدمت روحيه لري.

هغه له ټولوصنعت‌ کارانو سره ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به په بشپړه توګه حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS