د صنعت او سوداگرۍ سرپرست وزیر د ځینو موسسو له مسوولینو سره وکتل

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۱۳
د صنعت او سوداگرۍ سرپرست وزیر د ځینو موسسو له مسوولینو سره وکتل

سه شنبه ۱۰ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۲۲ لړم ۱۴۰۳

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د افغاني موسساتو د همغږۍ بنسټ له رییس محترم بریالی عمرزي او یو شمېر نورو افغاني موسساتو له مشرانو سره وکتل.

پدې کتنه کې د افغانستان د کورنیو موسسو محترمو مشرانو د خپل فعالیت پر لاره پراته خنډونه او ستونزې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او خپلو ستونزو ته د رسیدنې په څنګ کې یې د سکتوري خونو او کورنیو موسساتو تر مینځ د همغږۍ غوښتنه وکړه.

محترم الحاج عزیزي د دوی د خبرو تر اوریدو ورسته، د افغانستان د اسلامي امارت پالیسۍ ته اشاره وکړه او د دندو زېږوونکو فعالیتونو پر ډیر والي یې په ټینګار سره له دوی سره د همکارۍ لپاره خپل چمتو والی وښود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS