د صنعت او سوداگرۍ وزارت معین د نیلو په نامه د وینځونکو توکو د تولیدونکي شرکت له مسؤولينو سره وکتل

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۸:۴۹
د صنعت او سوداگرۍ وزارت معین د نیلو په نامه د وینځونکو توکو د تولیدونکي شرکت له مسؤولينو سره وکتل

سه شنبه ۲۳ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۶ وږی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد نن دوشنبه د وږي میاشتي په ۶مه نېټه، تر غرمې وروسته په خپل کاري دفتر کې د "نیلو" په نامه د وینځونکو توکو د تولیدي شرکت له مسئولینو سره وکتل.

پدې لیدنه کې د یاد شرکت مسئولینو د خپلو تولیداتو په اړه معلومات ورکړل او د وینځونکو توکو په برخه کې یې خپلي ستونزي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین سره شریکي کړې.

ښاغلي مولوي احمدالله زاهد دوۍ ته ډاډ ور کړ او ژمنه یې و کړه چې په وخت به يې ستونزو ته رسیده ګي کوي.

دوی همدا راز وویل چې د وینځونکو مایعاتو د لومړنیو موادو د تولید په برخه کې نورې پانګونې ته هم تیار دي. 

د سوداګرۍ وزارت معین د دوی د خبرو په اورېدو سره د دوی د زیار او فعالیت ستاینه و کړه او زیاته یې کړه چې د صنعتي پارکونو قانون د امیرالمومنین حفظه الله له خوا توشیح شوی او په نږدې راتلونکې کې به په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش پیل شي.

همدا رنګه ښاغلي زاهد له هغوی وغوښتل تر څو د وینځونکو محصولاتو د تعرفې زیاتولو او صنعتي مالګې د واردولو په برخه کې خپلې غوښتنې په لیکلې بڼه له وزارت سره شریکې کړي چې اړونده ادارو ته ورسول شي.

د یادونې وړ ده چې د نیلو تولیدي شرکت د جامو وینځلو د پوډر، سپینونکې مایع، ظرف وینځلو مایع، د لاس وینځلو مایع، شامپواو داسې نورو توکو د تولید په برخه کې فعالیت لري چې حجم یې ډېر او وزن یې کم دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS