د غالیو د تولیدونکو اوصادرونکو اتحادیې د مدیره هئیت دغړو شپږمه ناسته

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۵:۳۸
د غالیو د تولیدونکو اوصادرونکو اتحادیې د مدیره هئیت دغړو شپږمه ناسته

چهار شنبه مورخ ۶ جمادی الاول ۱۴۴۴ / ۹ قوس ۱۴۰۱

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال په مشری دغالیو تولیدونکو اوصادرونکو اتحادیې د مدیره هئیت دغړو شپږمه ناسته د دی وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

دا ناسته چي د غالیود تولیدونکو او صادرونکو د اتحاديې مشر، مرستیالانو، او غړو په ګډون جوړه شوی وه د اتحاديې د اساسنامي اړوند مسائیلو، د کړنلاري تعدیل، تشکیلاتې جورښت، په ولایتونو کي د اتحاديې لخوا د آمریتونو ایجادول او د غړیتوب کارټونو ویشلو په اړه هراړخیزه او تخنیکې بحث وشو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د ناستې ګډون والو ته ښه راغلاست ترڅنګ، وویل چي تاسي باید د اتحاديې په تشکیلاتې جوړښت کي مسلکي، کارپوه او با تجربه کسان وګماري ترڅو د غالیو د ودي په برخه کي زیاتې لاسته راوړنې ولرو ښاغلي جمال وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت تل هڅه کوي چي د افغانستان  صنعت او محصولات د ودي سربیره د نړي په سطحه لومړی مقام ترلاسه کړی.

ښاغلي جمال زیاته کړه چي مونږ باید داسي سند او کړنلاره ترتیب او تصویب کړو ترڅو زمونږ لپاره ګټور وي.

د یادونې وړ ده چي دا قانون په ۸ فصلونو او ۲۷ مادو ترتیب شوي او د تاييد او تصویب څخه وروسته د اجرا وړ دي د دی اساسنامي په انفاذ سره د ۱۳۸۲ کال ۵ میاشت ۲۱ تاریخ قانون ملغا اعلانیږی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS