د غیرالکولي نوشابه جاتو د تولیدي فابریکو له مسوولینو سره مشورتي او د نظر غوښتنې ناسته جوړه شوه

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۹:۴۰
د غیرالکولي نوشابه جاتو د تولیدي فابریکو له مسوولینو سره مشورتي او د نظر غوښتنې ناسته جوړه شوه

سه شنبه ۱۴ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۲۷ وږی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي تر مشرۍ لاندې د غیرالکولي نوشابه جاتو د تولیدي فابریکو له مسوولینو سره د هېواد له بزګرانو څخه د ملاتړ په موخه د کانسینتریټ د تولید په اړه د نظر غوښتنې او مشورې یوه ناسته جوړه شوه.

پدې ناسته کې چې د روان لمریز کال د وږي په ۲۷مه جوړه شوې وه، د افغانستان د صنایعو او معادنو د خونې لومړي مرستیال محترم سخی‌احمد پیمان او په کابل ولایت کې ددې خونې رییس هم ګډون درلود او د غونډې په ترڅ کې د کانسینتریټ د تولید په موخه د هېواد له کرهنیزو محصولاتو څخه پر ګټه اخیستنه او د هېواد په کورنیو فابریکو کې د هغې پر تولید بحث او خبرې وشوې.

محترم الحاج عزیزي دهېواد له تولیدي سکتور څخه پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه : د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پالیسیو په اړه هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د ارزښت او ستونزو د زنځیر د بشپړولو په موخه اړینه ده تر څو له یوبل سره لاسونه ورکړو.

د ناستې په پای کې د غیرالکولي نوشابو اتحادیې ته دنده وسپارل شوه ترڅو د فابریکو ظرفیت او نورو اړونده مسایلو ته په پاملرنې سره پدې اړه یوه جامع طرحه ترتیب کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS