د قزاقستان جمهوریت له لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه
شنبه مورخ 24 رمضان المبارک 1444 / د (وری)۲۶مه 1402
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزی نن سهار په کابل کې د قزاقستان جمهوری هیواد د صدراعظم مرستیال او د سوداګرۍ له وزیر ښاغلی ګارین سریک مکاشیوویچ سره وکتل او د اقتصادی، ټرانزیټي، پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه يې خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې، د دواړو لورو سوداګرو او پانګوالو شتون درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ درې میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د ترانسپورتي زیربناوو جوړولو، ریل پټلۍ، سیمه ییز اتصال او د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې
په پیل کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د قزاقستان هیواد لوړ پوري پلاوي ته دښه راغلاست تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د تړونونو، ټرانزیټي آسانتیاوو، د ګډې خونې رامنځته کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې، دمستقیم هوایي دهلیز جوړولو، د نندارتونونو په جوړولو او د سوداګرۍ حجم د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي عزیزي د قزاقستان هېواد له همکاریو څخه په مننې سره افغانستان ته د وارداتي غله جاتو ، د سیمې ( افغانستان او جنوبي آسیا )د نفوسو پر ستونزو تینګار وکړ او ویې ویل چې د ترکمنستان له خاورې څخه د ریل پټلۍ لارې جوړول د افغانستان لوېدیځې سیمې تر پوښښ لاندې نیولای او د چابهار بندر ته لنډه ترانزیټي لاره کېدلای شي، همداراز د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د افغان سوداګرو ستونزې او او بانکي موضوعاتو په اړه خپل نظریات شریک کړل .
ورپسې د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر ښاغلي ژومان ګارین سیرک مکاشیویچ د افغان لوری د خبرو په تائید سره وویل چې قزاقستان چمتو دی چې افغان سوداګرو ته ۳۰ ورځنۍ ویزې ورکړي، هغه د ریل پټلۍ د جوړولو په برخه کې د قزاقستان د پانګوالو ونډې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د کانونو په برخه کې د دوی شرکتونه د پانګونې ښه او لوړ ظرفیت لري، نوموړې د ګډې خونې د رامنځټه کیدلو څخه ملاتړ څرګند کړ او په هرات ولایت کې يې د سوداګرۍ د کور د پرانستلو خبر ورکړ.
په دوام يې د دواړو هیوادونو د خصوصی سکتور په مختلفو برخو کې درې کمیټې جوړې کړی چې د پانګونې په آسانتیاوو،په دواړونو هیوادونو کې د شته وړتیاوو، د دواړو هیووادونو ترمنځ د اړیکو او راکړې ورکړې په پراختیا بحث وکړ.