د لوژستیکي او تولیدي شرکتونو له استازو سره لیدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۱۲:۷
د لوژستیکي او تولیدي شرکتونو له استازو سره لیدنه

سه‌شنبه: د لړم ۱۸مه ۱۴۰۰

د صنعت  او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د دې وزارت  د لوژستیکي او تولیدي شرکتونو له استازو سره د یاد وزارت د غونډو په تالار کې وکتل او د هغوی پر ستونزو یې خبرې وکړې.

دوی د پیسو د انتقال، د پورونو د ورکړې او له بانکونو څخه د ۵ سلنه پیسو د ترلاسه کولو او د هېواد له امنیتي سکتورونو څخه د خپلو پورونو د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي عزیزی د غونډې د ګډونوالو ستونزې یو شان وبللې، ویې ویل چې تیره ورځ  د وزیرانو شورا په غونډه کې دخصوصي سکتور او شرکتونو پر ستونزو خبرې وشوې اود یادو شرکتونو څخه يې غوښتنه وکړه تر لسو نفره استازي د زیات بحث اوستونزو د حل په موخه د مالي وزارت او مرکزي بانک سره د ګډې غونډې لپاره معرفې کړي .

پای کې  د لوژستیکي او تولیدي شرکتونو استازو د وزارت مشرتابه ته بلنه ورکړه ترڅو  د دوی له فابریکو څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي کنفرانس

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د وزارت سلاکار ښاغلي عبدالحمید عزیزي  مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۱۲:۷
Background image

د لوژستیکي او تولیدي شرکتونو له استازو سره لیدنه

د صنعت  او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د دې وزارت  د لوژستیکي او تولیدي شرکتونو له استازو سره د یاد وزارت د غونډو په تالار کې وکتل او د هغوی پر ستونزو یې خبرې وکړې.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

دپل چرخي صنعتي ښارګوټي د روغتیایی مرکز دبنسټ ډبره کیښودل شوه

د کابل د پل چرخی د صنعتي ښارګوتي روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره د یکشنبې په ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال له خوا کېښودل شوه.

BACK TO NEWS