د مالدارۍ اتحاديې له مسئولینو سره لیدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۴۸
د مالدارۍ اتحاديې له مسئولینو سره لیدنه

دوشنبه مورخ 11 جمادی الثانی 1445 / 4 مرغومی 1402

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د هېواد د مالدارۍ د اتحادیې او فارم لرونکو مسؤلینو سره وکتل.

په دې غونډه کې چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د مالدارانو د اتحادیې  او فارم لرونکو مسؤلینو برخه درلوده، ګډونوالو وویل؛ فعلاً افغانستان د شیدو په تولید کې پر ځان بسیا شوی او هغه فابریکې چې شیدو ته اړتیا لري باید د کورنیو شیدو څخه کار واخلي.

همدا راز دوی د  بازار د نشتوالي په هکله خپله اندیښنه شریکه کړه او له مشرتابه څخه یې د بازار موندنې په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

په غونډه کې د صنعت او  سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او په وینا یې، له ټولو سیمو د شیدو د راټولولو لپاره باید داسې تګلاره جوړه شي چې د ټولو شیدو لرونکو سیمو څخه شیدې راټولې او په هغو ځایونو کې چې ترې استفاده کېږي هلته  ورسول شي.

په پای کې ښاغلي عزیزي د مالدارۍ اتحادیې او له فارم لرونکو مسؤلینو وغوښتل چې په هر ولایت کې د شیدو د تولید دقیق مقدار او یو ټاکلی نرخ وزارت ته په لیکلي ډول  وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS