د ملت د استازو د سالمو وړاندیزونو اوریدل او د قانون په رڼا کې ورته د حل لارې موندل زموږ لومړیتوب دی !

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۱۰:۵۴
دصنعت او سوداگری وزارت

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مرستیال او سرپرست وزیر ښاغلي اجمل حمید عبدالرحمیزي نن د کندهار، پکتیکا او ارزګان له استازو سره ولیدل.
یادو استازو د خپلو اړوندو ولایتونو د سوداګریز بهیر او پر وړاندې یې پرتې ستونزې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په دې برخو کې یې د ګامونو اچتولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي عبدالرحیمزي د وزارت په استازیتوب ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به له اړوندو څانګو سره شریکې کړي. سرپرست وزیر وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه د هیواد د سوداګریز بهیر د ښه والي، د اسانتیاوو رامنځته کولو او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخو کې خپلې ژمنتیاوې لري او په یادو برخو کې یې تر دې دمه ځینې کوټلي ګامونه هم پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۹:۵۰
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين د ارغندۍ صنعتي پارک څخه لیدنه و کړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي احمدالله زاهد پرون (چهارشنبې) په ورځ د ارغندۍ صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې په ترڅ کې

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۸:۴۹
Background image

د افغانستان لپاره د پاکستان حکومت له ځانګړي استازي سره د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزی، د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

په کندز کې د "خپل هیواد -خپل ویار" نندارتون پرانیستل شو

د کندوز ولایت په مرکز کندز ښار کې د "د خپل هیواد خپل ویار" نندارتون نن سه شنبه د جدې په ۴مه نېټه د قرآن کریم په تلاوت سره پرانیستل

BACK TO NEWS