د ننګرهار ، لوگر او پکتیا ولایتونوله بازارونو څخه د احتکار اوګران پلورونکو پرضد کمیسیون ليدنه
سه شنبه د زمري 5مه 1400
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د احتکار اوګران پلورونکود مخنیوي کمیسیون د بازار وضعیت څیړلو او څارنې دمخنيوي لپاره په ننګرهار، لوگر او پکتیا ولایتونو کې د خوراکي توکو بازارونو څخه لیدنه وکړه.
یادو ولایتونو ته د کمیسیون غړو د سفر په جریان کې د بې کيفيته او تاریخ تيروتوکو یوه لویه اندازه راټوله او له پلورونکو سره يې قانوني چلند تر سره شو.
ياد کمیسیون د دې لپاره چې په بازارونو کې داحتکار او ګران پلورنې مخه ونيسي ؛ منظمې څيړنې ترسره کوي.
دغه کمیسیون د اقتصاد ، امنیت ، قضا او خصوصي سکتور بنسټونو څخه جوړ دی ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر مشرتابه لاندې په مرکز او ولایتونو کې فعالیت کوي.
