د نورستان والي سره لیدنه
یکشنبه مورخ 28 رجب المرجب 1444 / 30سلواغه 1401
د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د نورستان ولایت له والي سره ولیدل. ناسته د وزارت د مرستیال ښاغلي جمال په کاري دفتر کې ترسره شوه چې پکې د نورستان ولایت له سوداګریزو او د صنایعو پراختیا موضوعاتو یادونه وشوه.
د نورستان ولایت والی په یاد ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست د جوړیدو غوښتونکې شو، همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال څخه غوښتنه وکړه چې نورستان ولایت ته د سوداکرۍ او صنعتي چارې د پراختیا په موخه سفر وکړي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي جمال د والي له راتګ څخه مننه وکړه او یادې شوې وړاندیزونه يې مهمې وبللې. نوموړي زیاته کړه چې د سوداګرۍ وزارت په ولایتونو کې د سوداګریزو فعالیتونو ودې ته ژمن دی.