د هرات ولایت له صنعت کارانو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه
پنجشنبه ۱۸ صفرالمظفر ۱۴۴۶/ ۱ وږی ۱۴۰۳
د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال محترم مولوی احمدالله زاهد، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له صنعت کارانو سره ولیدل.
پدې لیدنه کې د هرات ولایت د کانونو او صنایعو د خونې رییس محترم حمیدالله خادم او یو شمېر صنعت کارانو هرات ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال وزیر له سفر څخه خوښې څرګنده کړه او له نوموړي سره یې خپلې ستونزې شریکې کړې او د یاد وزارت له مشرتابه څخه یې د هغې د حل غوښتنه وکړه.
د دې لیدنې په بله برخه کې د صنعت او سږداګرۍ وزارت مرستیال محترم احمدالله زاهد، د هېواد د صنعت کارانو د ستونزو پر حل ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه: صنعت او سوداګري د یوه هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري او باید د هغې د ستونزو د حل په موخه جدي هڅې وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال همدا رنګه ژمنه وکړه چې د دغه ولایت د صنعت کارانو ستونزې او ګواښونه به له اړونده مراجعو سره مطرح کوي او ډېر ژر به هغط ته پاملرنه وشي.