د هلمند ولایت د بست او دو راهي صنعتي پارکونو کې ځمکې ویش ته چمتودي

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۶:۰
د هلمند ولایت د بست او دو راهي صنعتي پارکونو کې ځمکې ویش ته چمتودي

یک شنبه ۳۰ رجب المرجب ۱۴۴۵/ ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲

هلمند ولایت ته د دغه وزارت د صنعتي پارکونو او صنایعو چارو عمومي رئیس ښاغلي قاري عبدالمجید قیام د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له صنعتکارانو سره په لیدنه کې په ډاکه ګړه، چې د بست او دوراهې د صنعتي پارکونو ځمکې د هلمند ولایت صنعتکارانو ته د وېش لپاره اماده دې.

دغه غونډه د هلمند د مرستيال والي ښاغلي مولوي محمد نبي حماس، د صنعتي پارکونو او صنعتي چارو عمومي رئيس ښاغلي قاري عبدالمجيد قيام، د صنعتي پارکونو د مراقبت او د ځمکو د ويش رئيس ښاغلي انجنير عبدالخالق خسرو، د هلمند ولایت د صنایعو او کانونو د خونې رئیس ښاغلي رحمت الله او د دغه ولایت دصنعتکارانو په ګډون جوړه شوې وه  .

په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د وېش بهیر د ځانګړې کړنلارې له مخې تشریح شو او د دغه ولایت له صنعتکارانو وغوښتل شول چې د دغو دوو صنعتي پارکونو د ځمکې د ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیکونه له وزارت سره شریک کړي.

په پای کې د هلمند ولایت د صنعتکارانو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوه، چې د یادو صنعتې پارکونو د زیربناوو د جوړولو په اړه لازمې پرېکړې ترسره او کار جریان تعقیب کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS