د واحد چتر لاندې د چاپیریال ساتنې جواز صادرول
چهارشنبه ۲۶ رجب المرجب ۱۴۴۵ / ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲
د هیواد د خصوصي سکټور د اسانتیا لپاره؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د دغه وزارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو د مدیریت دسیستم له مخې د جواز د صادرولو په موخه یاد تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د دغه تفاهم لیک د لاسلیکولو موخه؛ د جواز ورکولو پروسې ساده کول، واحد کول، ګړندی کول، د عامه او معیاري خدماتو برابرول او د جواز ورکولو معلوماتو د مدیریت سیسټم له مخې د جواز ورکولو اړوند مسائیلو ښه مدیریت او همغږي کول دي.