د وزارتونو تر منځ د تخنیکي کمیټې ۱۱ مه غونډه جوړه شوه!

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۰:۳۳
د وزارتونو تر منځ د تخنیکي کمیټې ۱۱ مه غونډه جوړه شوه!

نن سهار، چهارشنبه، د۱۳۹۹ کال د تلې۲۶مه نیټه، د سوداګرۍ نړیوال سازمان د مکلفیتونو د تطبیق او تعقیب لپاره د وزارتونو یوولسمه تخنیکي ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست معین د ریاست لاندې د اړونده وزارتونو د رئیسانوپه ګډون ترسره شوه. غونډه د معین صیب په لنډې وینا د نړیوال سوداګریز سازمان دتعهداتو د ژمنتیاپه اهمیت اود هغه د پلي کولو په څرنګوالي سره پیل شوه

ورپسې سوداګرۍ سازمان د تعهداتو د تطبیق سرپرست رییس همایون رحیمي په نړیوال سوداګریزسازمان کې د افغانستان د غړیتوب وروسته د صنعت او سوداګرۍ وارت د ستراتیژي اهمیت روښانه کړه.

په ورته وخت کې ، د اجنډا مطابق ، داړوندو وزارتونو او ادارو مسؤلینو د دوي ادارو پوري اړونده د نړیوال سوداګریز سازمان دتعهداتو د ژمنتیاد پلي کولو د څرنګوالي په هکله راپور وړاندي کړ.

په پای کې ، ټولو برخه والو ته دنده وسپارل شوه چې د نړیوال سوداګریزسازمان ژمنو پلي کولو ته لومړیتوب ورکړي او دهغه دپلي کولود پرمختګ اوڅرنګوالي په هکله معلومات ورکړي همدارنګه پریکړه وشوه چې د اړتیا په صورت کې باید د صنعت او سوداګرۍ وزارت تخنیکي ټیمونه دي اړونده ادارو ته واستول شي تر څو اړونده ژمنو د پلي کولو په څرنګوالي کې هغوي سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS