د وچې مېوې له سوداګرو سره غونډه 

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۱:۴۰
د وچې مېوې له سوداګرو سره غونډه 

پنجشنبه د زمری 13 کال 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین  ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د وچې مېوې له سوداګرو سره وکتل.

د سوداګرۍ او صنایعو معین له خپل مل پلاوي سره د کندهار ولایت په سفر کی د دغه ولایت د وچې مېوې له سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

ورپسې ښاغلي جمال د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د رهبرۍ له لوري دې برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې دسوداګرو ستونزې او وړاندیزونه تعقیب کړي. او تل دحل په موخه له مرکز سره شریک کړي .

د صنایعو او سوداګرۍ  معین ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په ټینګار سره یادونه وکړه، چې ولایتونو ته یې د سفر موخه؛ د ستونزو حل کول او د سوداګریزو او صنعتي فعالیتونو څیړنه او د صنعت او سوداګرۍ ریاستونو او آمریتونو د نورو ادارو څانګو سره د ادارې ترمنځ همغږي ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د صنعتکارانو او سوداګرو سره لیدنه

د صنعتکارانو او سوداګرو د ستونزو د حل لپاره نن غرمه مهال د سوداګرۍ وزارت د غونډو په تالار کې ناسته وشوه. یاده ناسته چې د وزارت د مرستیال مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ تر سره شوه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د سوداګرۍ وزارت مرستیال له خان سټیل څخه لیدنه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د خان سټیل له بېلابېلو برخو لیدنه ترسره کړه. د لیدنې په ترڅ کې د یادې فابریکې مسؤلینو  د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو په اړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۹:۲۱
Background image

یو شمېر ایراني صنعتکارانو د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

له ایران څخه راغلي د صنعتکارانو او سوداګرو پلاوي نن غرمه مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل.

BACK TO NEWS