د پاکستان پارلمان رئیس سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

پنجشنبه د مرغومۍ۱۱ مه ۱۳۹۹
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني د دولتي او خصوصي سکتور دپلاوي په مشرۍ د افغانستان پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په اتمه ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته سفر کړي چې دیاد سفر په څنډه کې یې د پاکستان اسلامي جمهوریت ملي پارلمان د مشر اسد قیصر سره ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلی غوریاني د پاکستان ددولت او خلکو د ښه نیت له امله مننه وکړه وي ویل: د دواړو هیوا دو د پولو دواړو غاړو ته خلک یو له بل سره خپلوۍ لري چې هغوي ته یې یو د بل سره تړلې دي.
نوموړي زیاته د افغان دولت د اوږد محاله ګټورو سوداګریز اړیکولپاره ژمن دي.
په دې لیدنه کې د پاکستان د پارلمان رئیس ښاغلي اسد قیصر وویل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړوالی، د اقتصادی، ټولینیزې پراختیا،فقر او بې ثباتې سره د مبارزې نوی پړاو بلل کیداي شي.
نوموړي زیاته کړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیتي تړون د مذاکراتو ژر پای د اپټا او (PTA) د تړونونو لپاره د وروڼو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوې لارې پرانیزي،چې د دواړو هیوادوته اقتصادي همکاریو،منځنې آسیا او له هغه وړاندې هیوادونوسره د ترانزیتي او سوداګریز تړون امکانات برابروي.
ښاغلي قیصر د خپلو خبرو په دوام افغان پانګوالو څخه غوښتنه وکړه چې د راسکاي په ځانګړې سیمه کې د پانګونې سربیره د پاکستان او چین په اقتصادی دهلیز (CPEC) کې هم خپل فعالیت پیل کړي.
په پای کې ښاغلي غوریاني افغانستان سره دپیاوړوسوداګریزو اړیکو د رامنځته کیدلوکې د ښاغلي قیصر رول وستایه،په (CPEC) او د راسکاي په اقتصادي سیمه کې دشتون وړاندیز هرکلي يې وکړ ويې ویل دلته تربحث لاندې نیول شوي موضوعاتو ته به افغانستان ته له ستنیدو وروسته رسیدګې وکړي.