د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې "د افغان تولید نندارتون" پنجشنبه پای ته ورسید

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۹:۴۰
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې "د افغان تولید نندارتون" پنجشنبه پای ته ورسید

پنجشنبه ۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۸  وږی ۱۴۰۳

د داخلي صنایعو او تولیداتو هغه نندارتون چې درې ورځې وړاندې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې ددغه ولایت د پوهنتون په ودانۍ کې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له خوا د سیکارام احمدي د بازار موندنې خصوصي شرکت په مرسته په لار اچول شوی و، د پنجشنبې په ورځ د وږي(سنبلې) په اتمه نېټه پای ته ورسید.

د پکتیا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د راپور پر بنسټ، په یاد نندرتون کی کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي وو چی په ټوله کې ۷۰ صنعت کارانو او تجارانو پکې ګډون درلود.

د راپور له مخې په دریو ورځو کې په زرګونو هیوادوالو له یاد نندارتون څخه لیدنه تر سره کړه چی دهیواد والو له تاوده هرکلي سره سره مخ شول او ګڼو هېواد والو وویل چې دا لومړی ځل ده چی په پکتیا ولایت کې داسی یو په زړه پوری نندارتون په لاره اچول کیږی.

دوی دا هم زیاته کړه چې ددې نندارتون له لارې ګڼو هیواد والو له کورنیو تولیداتو سره آشنایي پیداکړه.

د راپور پر بنسټ د یاد نندارتون په دریو ورځو کې ګڼ شمیر صنعت کارانو، تجارانو، دولتی کارمندانو او هیواد والو له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړه او په وروستۍ ورځ نندارتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسید.

د نندارتون د پای ورځې په ناسته کې د پکتیا د ولایتي ادارې او بېلابېلو ریاستونو مسوولینو ګډون درلود چې د سیکارام احمدی شرکت او په یاد نندارتون کې غرفه لرونکو ځینو سوداګریزو او تولیدي شرکتونو او ورسره همکارانو صنعتکارانو او مخورو ته ستاینلیکونه هم و ویشل شول او دغه درې ورځنۍ نندارتون په اختتامیه دعا سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS