د چرګانو دتولید له پلوه پرځان بسیاینې ته د هیواد نږدې والی

سهشنبه د وری ۱۷ مه ۱۴۰۰
د یوه ځوان نوښتګر لخوا د الوتونکو د هګیو څخه د بچیو جوړولو ماشین جوړولو، هیواد د چرګانو او مرغیو له پلوه د هګیو او غوښې تولید کې ځان بسیا ته نږدې کړی.
صمد صمیم ، د هیواد هغه ځوان مخترع دی ، چې د پرګس په نوم شرکت هم لري ، د خپل اختراع کړي ماشین په اساس هره ورځ د زرو څخه تر دوه زرو پورې د چرګانو هګیو او مړزانو د تولید او پلورلو ظرفیت لري چې په هیواد کې د هګیو او مړزانو د تولیداتو د زیاتوالی سبب ګرځیدلی دی.
د هیواد دغه ځوان مخترع د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د چرګانو ، شاتو ، پسونو ، فیل مرغ او نورو الوتونکو دتولیداتو لپاره په ماشین جوړولو پیل او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لومړي ماشین په جوړولو بریالی شو.
د پرګاس شرکت ، چې ښاغلی صمیم یې مسؤل دی ، دا مهال په ورځ کې څلور ماشیونونه تولیدوي د دې شرکت تولیدي ماشینونه غوښین چرګان، هګۍ ، زرک ،مړز،فیل او د مرغیو نور مختلفو ډولونو د تولید ظرفیت لري.
ددې شرکت لخوا رامینځته شوي وسایل ، د بریښنا د انرژۍ پرمټ کار کوي چې د خپل اړتیا وړ ګرمولو حرارت دګازپه اساس چمتو کوی.