د کابل ولایت د تره خیلو حرارتي برېښنا د تولید د ظرفیت لوړولو په موخه له صنعت کارانو سره د همغږۍ او نظرغوښتنې ناسته ترسره شوه

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۹:۵۲
د کابل ولایت د تره خیلو حرارتي برېښنا د تولید د ظرفیت لوړولو په موخه له صنعت کارانو سره د همغږۍ او نظرغوښتنې ناسته ترسره شوه

سه شنبه 25 رمضان المبارک 1446 / 5 حمل 1404

پدې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت او د افغانستان برېښنا شرکت استازيو، د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مشرتابه او د صنعت کارانو یوې لویې ډلې ګډون درلود او د صنعتي او تولیدي فابریکو لپاره د اړتیا وړ انرژۍ د تامین او د تره خیلو د حرارتي برېښنا دستګاه د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.

د ناستې په لومړي سر کې د افغانستان برېښنا شرکت د استازي له خوا د کابل د تره خیلو د حرارتي برېښنا د ظرفیت لوړونې د افغان برېښنا شرکت د طرحې او د افغانستان د اسلامي امارت کابینې ته د هغې د وړاندې کولو او د یادې موضوع په اړه د اقتصادي کمیسیون د پریکړې په تړاو، هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

وروسته بیا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د هېواد د صنعتي کولو په لار کې د یوه مهم او حیاتي عنصر په توګه د برېښنا د اهمیت او دې موضوع ته د اسلامي امارت د مشرتابه د پاملرنې په اړه هر اړخیز بحث وکړ او زیاته یې کړه چې د نویو صنعتي پارکونو په جوړیدو او صنعت کارانو ته د ځمکې له ویش سره، تر بل هر وخت زیات برېښنا ته جدي اړتیا لیدل کېږي او باید د دغه اړتیا د پوره کولو لپاره د مسوولینو له خوا لا زیاتې هڅې ترسره شي.

وروسته بیا د هېواد د صنایعو او معدنونو د خونې مسوولینو او صنعت کارانو هر یوه په خپل وار سره اړونده فابریکو ته د برېښنا انرژۍ د برابرولو او د کابل ولایت د ده سبز د حرارتي برېښنا د دستګاه د ظرفیت لوړونې  په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

ټاکل شوې ده چې د دې مجلس د حاضرینو نظریات او لید لوري تر ډل بندۍ وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت له خوا د پریکړې په موخه محترم اقتصادي کمیسیون ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS