د کاليو مينځلو مایعاتو اړوند صنعتکارانو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستيال لیدنه

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۵:۱۱
د کاليو مينځلو مایعاتو اړوند صنعتکارانو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستيال لیدنه

چهارشنبه۱۷ شعبان المعظم۱۴۴۵/ ۹ کب۱۴۰۲

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال د خصوصي سکتور په برخه کې له یو شمېر پانګه والو او صنعت کارانو سره ولیدل.

 دې ناسته کې چې ښاغلي شير باز کمين زاده او ښاغلي پرويز حيدري هم ګډون درلود د هيواد صنعتکارانو د کاليو مينځلو  واسلينو د صنعت په غوړيدا سربيره ، هيواد ته د بې کيفيته خامو موادو په واردولو، د ارزولو په موخه له ښاغلي جمال سره  خپل نظرونه شريک کړل.

همدارنګه دوی د تعرفې په لوړوالي او په بازار کې د بې کيفيته خامو موادو د خرڅلاو،  چې د رنګا رنګ ناروغيو د پېښيدو لامل کیږي، د مخنیوي په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د صنعتکارانو په همکارۍ د حل لارې په جوړولو خبرې وکړې.

صنعتکارانو له ښاغلي جمال نه مننه وکړه چې د هيواد د صنعتکارانو او سوداګرو ستونزې يې پر وخت اوريدلې دي او هر وخت يې د ستونزو په له مينځه وړلو کې له دوی سره همکاري کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر دوی ته د همکارۍ ترڅنګ یادونه وکړه، چې د صنعت او سوداګرۍ په پیاوړتیا کې به په شریکه او همغږي ډول د ځان بسیاینې په لور ګامونه اخلو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS