د کندوز ولایت د وړو د تولید او د وریځو د پروسس له فابریکو څخه لیدنه وشوه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۲۳:۳۹
د کندوز ولایت د وړو د تولید او د وریځو د پروسس له فابریکو څخه لیدنه وشوه

سه شنبې د غبرګولي میاشتې ۳۱ نیټه ۱۴۰۱ کال

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال له ورسره پلاوی کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وړو د تولید او د وریځو د پروسس له فابریکو څخه لیدنه وکړه.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د هغوی د هڅونې ترڅنګ په دې برخه کې د لا ډیرو فعالیتونو غوښتونکی شو او وویل چې صنعت کاران د هیواد د رغونې په برخه کې د افغانستان د خلکو با اعتماده همکاران دي.

د یادونې وړ ده چې د وړو د تولید فابریکه ۳ کاله وړاندې خپل فعالیت پېل کړی او په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ ټنه تولید لري او اوس مهال ۵۰ تنو لپاره پکښې د کارکولو زمینه برابره شوې ده او همدارنګه د وریځو د پروسس په فابریکه کې چې تر یو میلیون ډالرو پورې پانګونه شوې ده افغاني متخصصین پکښې کار کوي او د ورځې ۵۶ ټنه وریځې په نړیوالو معیارونو سره  پروسس کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS