د کورنیو تولیداتو صنعتي او ساختماني ملی نندارتون پرانستل شو

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۲:۵۴
د کورنیو تولیداتو صنعتي او ساختماني ملی نندارتون پرانستل شو

دوشنبه مورخ 15صفرالمظفر 1444/21سنبله 1401 (767)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت د خصوصي سکتور په همغږۍ د کورنیو تولیداتو صنعتي او ساختماني ملی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه ،د کډوالو او بیا رستنیدونکوچارو،اطلاعات او کلتور وزارت د مرستیالانو او خصوصي سکتور د استازو او مشرتابه په ګډون ترسره شو.

په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ عمومي رئیس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه ،د نندارتون په تاریخې بهیر،اهمیت او ضرورت يې هر اړخیزه وینا وکړه .

ورپسې د سوداګرۍ او پانګونې خونې  استازي خان جان الکوزي د صنعت او پانګونې په هکله د نندارتونو په اهمیت ، د بازار موندنې په هکله د نندارتونو رول خبرې وکړې زیاته يې ګړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د سوداګرو هغه ستونزې چې په تیر نظام کې ورسره مخ وه په ځانګړې ډول د امنیت او فساد په برخه کې ستونزي حل شوي خو اوس موږ د نوو ستونزو سره مخ يو چې یو یې مالیاتي ستونزي  او دوهم  د ګاونډیو هیوادنو سره د ډمپینګ  ستونزي دي چې ګاونډیان هروخت  د محصولاتو د حاصل په وخت کې موږ ته ستونزې جوړوی چې دا مسائیل باید ګاونډیو سره هر څه ژر حل شی، نوموړي د خپلو خبرو په پای   د کورنیو تولیداتو د لا ملاتړ او بازار موندنې په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په چوکات کې د یو دایمې ننداتون د جوړولو وړاندیز وکړ.

له هغه وروسته  د افغانستان د کانونو او معادنو خونې مشر شیرباز کمین زاده  صنعت نړۍ ته د هیواد د هویت  د پیژندنې یو مهم عنصر وباله ، په نړیوالو ننداتونوکې دافغانستان د تولیداتو ننداريې ته ایښودلو غوښتنه یې وکړه زیاته يې کړه چې موږ درې ډلې یو او هره ډله مسئولیت لري چې خپله برخه کې فعالیت سره صنعت ته وده ورکړی ، صنعت کاران دې پانګونه وکړې تولیدات دې زیات کړې ، دولت دې حمایت وکړی او ولس دې داخلې تولیدات وکاروی ترڅو د وارداتي هیواد څخه خلاص اقتصاد مو پرخپلو پښو ودریږي.

ورپسې هم د قالینو د اتحادېې د اوسپنې د ویلې کولو او تولید فابریکو او د خصوصي سکتو ریو شمیر نورو فعالینو د خپلو فعالیتونو اړوند راپور،ستونزی او ننګونې شریکې کړي .

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلی نورالدین عزیزی  ددې وزارت لخوا په کوردننه او بهر  د نندراتونو د ترسره کولو په هکله  معلومات واندې کړل، په راتلونکې کې يې په چین ،دوحه او ځینو نورو هیوادونو کې د نړیوالو او ځینو کورنیو نندارتونو کې صنعت کارانو او تولید کونکو ته د ګډون  دعوت ورکړ او د کورنیو تولیداتو،صنعتکارانو،پانګوالو ا وسوداګرو څخه يې خپل پراخه ملاتړ څرګند او د کورنیو تولیداتوصنعتی او ساختمايې ملی نندارتون يې په رسمې ډول پرانیست او د هغه څخه يې د مل پلاوي په ګډون لیدنه وکړه .

هیره دې نه وې چې یادنندارتون د چمن حضوری په سیمه کابل نندارې کې  د څلور، ورځو لپاره په ( ۱۹۰)غرفو کې د هیواد بیلابیل تولیدات هیوادوالو ته د نندارۍ په موخه وړاندې کوی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS