د ۱۴۴۴ ه ق کال کاری پلان نهایي کول او د بې کیفیتو اجناسو مخنیوي په اړه بحث
سهشنبه مورخ 9صفرالمظفر 1444/15سنبله 1401
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په مشري د بې کیفیته، جعلي او وخت تیرو اجناسو د تولید د مخنیوي کمیسیون ناسته د وزارت په عمومی تالار کی ترسره شوه .
په دی ناسته کۍ د یاد کمیسیون د ۱۴۴۴ ه ق کال کاري پلان په نهایي کولو او د هیواد په بازارونو کي د بي کیفیته، وخت تیرو او تلقبې اجناسو په شتون او د مخنیوي په اساسي لارو چارو بحث وشو.
ښاغلي جمال د دې کمیسیون فعالیتونه هیواد او هیواد والو ته ګتور وبلل او د هیواد والو د باور ترلاسه کولو باندي یې ټینګار وکړ؛
په پای کي د ۱۴۴۴ ه ق کال کاری پلان په تایید سره د بې کیفیته وخت تیرو او جعلي اجناسو د مخنیوۍ په اړه پنځه اساسی فیصلې وشوې.
د یادونې وړ ده چي دا کمیسیون د لسو نورو ادارو په ملتیا د مستهلکینو د حمایت قانون په مطابق د مرکز او ولایاتو د بازارونو وضعیت څخه منظمه څارنه کوی.