رهبرۍ او مساواتو ته دښځو دلاسي په موخه دنندارتون پرانيستل
سهشنبه د وری ۳مه ۱۴۰۰
په راتلونکي کې د رهبریت او مساوات ته د میرمنود رسیدلو په هکله نندارتون د ۱۴۰۰ لمریز کال او د نوروز جشن د لمانځ غوندې په ترڅ کې ترسره شو چې د ښځو لاسي صنایع ، لبنیات او نورو کورنی محصولاتو په نندارې سره د کندز ولایت په مرکز کندوز ښار کې د دولتي او خصوصي سکتور د استازو په ګډون ترسره شو.
دغه نندارتون د کندز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست لخوا د خصوصي سکتور په همکارۍ جوړ شوی وه چې په هغه کې د کندز ولایت ښځینه کسبګرو،سوداګرو او صنعت کارومیرمنو یو شمیر تولیدات لکه غالۍ ، لاسي صنایع ، کرنیز او نور کورني محصولات نندارې ته وړاندې شوي وه .
د دې نندارتون د ترسره کولو موخه په کندوز ولایت کې د کورنیو تولیدتو،سوداګرو او صنعت کارو میرمنو د تولیداتو څخه ملاتړ، د تولیدي - صنعتي فابریکو وده اوپه ځان بسیا کیدل دي.