سوداګرو او د بار وړونکو موتړو سکټور ستونزې اوریدنه
سه شنبه مورخ 21 شعبان المعظم 1444 / 23 کب 1401
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د هلمند، کندهار، پکتیا، خوست، او میدان وردګ ولایتونو سوداګرو او د بار وړونکو موټرو سکټور له یو شمیر غړو سره وکتل.
په دې لیدنه کې سوداګرو او د بار وړونکو موټرو سکټور غړو خپلې ستونزې د مالیاتو، په ناقانونه ډول کمیشن اخیستل او د موټرو د بارولو په وخت کې د نوبت په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي مولوي جمال سره شریک کړل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د سوداګرو او د بار وړونکو موټرو سکټور غړو ستونزو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته وویل د ا ا ا مشرتابه او په ځانګري ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت اساسي موخه د هیواد د سوداګرو او پانګوالو ته د لا زیاتو آسانتیاوو برابرول او دستونزو حل دی.
ښاغلي جمال زیاته کړه ستاسو د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو په موخه به ستاسو ستونزې په هر اړخیزه ډول څیړل کیږې او د څیړلو او ارزولو څخه وروسته به د ترانسپورت وزارت په همغږۍ له اقتصادي کمیسیون سره د حل په موخه شریکې کړو.