سپین بولدک بندر څخه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

چهارشنبه مورخ 18 ذوالقعدة الحرام 1444 / 17غبرګولی 1402
د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د هدایت په اساس د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزی، کندهار ولایت ته د سفر په دوام کې د امارتي ادارو او خصوصي سکتور لوړپورو چارواکو په ملتیا سپین بولدک ولسوالي ته سفر وکړ او له ځایې سوداګرو يې سره لیدنه وکړه.
په دې سفر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست ښاغلي محمد یونس مهمند، بندرونه یې د افغانستان د اقتصاد څرخ وباله او وویل چې سوداګر د دې څرخ حرکت ورکوونکې دي نو باید کومي ستونزې او ننګونې چې سوداګر ورسره مخ دې باید حل شي.
همداراز یو شمیر نورو سوداګرو هم خپلې ستونزې د وزارت مشرتابه سره د حل په موخه شریک کړل.
الحاج عزیزی وویل چي د ا ا ا د سوداګرو د ستونزو هواري لپاره ژمن دي او له سوداګرو څخه یې غوښتنه وکړه چې په خپلو نومونو د سوداګرۍ جوازونه ترلاسه کړي چې دا کار د چارو په شفافیت کې ګټور تمامیږي او له ناوړو ګټو څخه مخنیوې کوي.
په پای کې یاد هیئت د دې بندر له تاسیساتو او صادراتې لارو څخه لیدنه وکړه.