سپین بولدک ولسوالۍ ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال سفر

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۸:۴۶
سپین بولدک ولسوالۍ ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال سفر

 سه شنبه:د وری ٢مه ۱۴۰۱

دصنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال پرون دوشنبه د وری په لمړۍ نیټه د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ،له سوداګرو او د یادې ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مدیره پلاوي سره په کتنه کې يې  د خصوصي سکتور د ستونزو د هواري، د خصوصي سکټور پر وړاندې د شته ننګونو او صادراتو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د ا.ا  له ژمنتیا څخه یادونه وکړه.

په دې کتنه کې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ سوداګرو او پانګوالو د خصوصي سکتور د ستونزو د هواري په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبرۍ له هڅو څخه د مننې ترڅنګ؛ د خپلو سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ستونزې نوټ او ژمنه یې وکړه، چې شته ستونزو او ننګونو ته به حل لاري وپلټل شی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS