صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت او خصوصي سکتور تر مینځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
پنجشنبه ۲ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۱۵ وږی ۱۴۰۳
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو د معین محترم الحاج مولوی عبدالقاهر ادریس او د ریاست الوزرا د اقتصادی معاونیت د اقتصادي چارو د رییس محترم الحاج محمدابراهیم حکمت او د هېواد د خصوصي سکتور د استازو په ګډون یوه مشورتي او د همغږۍ ناسته جوړه شوه.
پدې ناسته کې د هزواد د خصوصي سکتور د ستونزو او ناخوالو په اړه خبرې وشوې او په اړه یې نظرونه سره تبادله کړل.