صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د هرات  ولایت د سوداګرۍ خونې له استازو سره وکتل

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۳:۳۲
صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د هرات  ولایت د سوداګرۍ خونې له استازو سره وکتل

چهارشنبه: دجوزا/غبرګول ۱۸مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر الحاج نورالدین  عزیزي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې  د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د خصوصي سکتور اړوند موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.

ګډونوالو د سوداګريزو فعالیتونو په وړاندې د پرتو ټرانسپورټي ننګونو  او د پانګونې په ستونزو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج عزیزي په  خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې اسلامي امارت په ټوله کې او دخیلې ادارې په ځانګړي ډول د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دي.

په پای کې په دې هوکړه وشوه چې شته ستونزې به په لیکلي ډول وزارت سره شریکې شي تر څو يې د حل لپاره چټک او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د مالیه ورکوونکې یوي افغانی مالیې څخه هم ساتنه کوي

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلی الحاج نورالدین عزیزی  د (کسبګرو اوهټی والو ملاټر او یو ګام د ځان بسیاینه او با ثباته اقتصاد  په لور) تر عنوان لاندي، جوره شوي غونډه کی ګډون کړي وو

چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۵:۵۶
Background image

د افغانستان دتازه  او وچو میوو د سوداګرۍ د مجازي پیوستون غونډه

 د پاکستان هیواد سره د افغانستان د وچو او تازه میووو د صادراتو،فرصتونو،ستونزو،ترانزیټ او نورو اړوندو برخو په هکله غونډه د صنعت او سوداګرۍ د وزیر ښاغلي نورالدین عزیزی

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۲:۵۴
Background image

د کورنیو تولیداتو صنعتي او ساختماني ملی نندارتون پرانستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت د خصوصي سکتور په همغږۍ د کورنیو تولیداتو صنعتي او ساختماني ملی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه ،د کډوالو او بیا رستنیدونکوچارو

BACK TO NEWS