صنعت کارانو او فابریکه لرونکو سره لیدنه
دوشنبه مورخ 18 جمادی الاول 1444 / 21 لېندۍ ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال یو شمیر صنعت کارانو سوداګرو او د فابریکو له مسوولینو سره د دی وزارت په عمومې تالار کی و کتل.
په دی لیدنه کی صنعت کارانو سوداګرو او د فابریکو مسوولینو په خپل وار سره د برښنا او مالیې تعرفو په برخه کی خپلې ستونزي د صنعت او سودا ګری وزارت مرستیال سره شریکې کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د صنعت کارانو، سوداګرو، او د فابریکو مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او دهغوي نظریاتو، وړاندیزونو، او او ستونزو په اوریدلو سره يې د هراړخیزه همکاری ژمنه وکړه.