له لسو مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۴۹
له لسو مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

دوشنبه مورخ 11 جمادی الثانی 1445 / 4 مرغومی 1402

  د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لس مؤسسو سره د ډيرو کوچنیو، منځنیو او کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ او پراختیا په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

یاده غونډه کې د دې مؤسسو مسؤلینو په ټولنه کې  د پروژو د څرنګوالي او د پروژو تر پوښښ لاندې وګړو په هکله معلومات وړاندې کړل.

  د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د یادو موسسو له خوا پر عملي فعالیتونو د ټینګار ترڅنګ مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې له اړوندو ادارو سره تماس ونیسي او معلومات دې ورکړل شي، چې له دې وروسته د تشبثاتو  په برخه کې پروژې د خلکو د اساسي اړتیاوو سره سم  په نظر کې ونیول شي.

په وینا يې په ولایتونو کې د مؤسساتو له خوا  د پروژو د پلي کیدو تمرکز د کارموندنې په رامینځته کولو او د ولسونو لپاره پر دوامداره ګټو باندې ولاړ وي.

  په پام کې ده چې یادې مؤسسې د صنعت او مسلک د بیا ژوندي کولو له لارې د معیشت د رامینځته کولو ، د افغانستان پراختیا او بیا ژوندي کولو، د نړۍ د خوراکي سیسټم د مقاومت د پیاوړتیا د بدیلومشورتي خدماتو، د کوچنیو او منځنیو متشبثینو لپاره د سوداګرۍ ملاتړ او بازارموندنې ته وده ورکولو، د کوچنیو پانګونو د ملاتړ، د ظرفیت لوړولو او کار موندنې له لارې د بې وزلو کورنیو پیاوړتیا، د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د نجونو،کونډو او بې وزله ښځو  لپاره د ګنډلو زده کړه او لاسي صنایعو پراختیا، د غالۍ اوبدلو له لارې د بې  وزلو ښځو لپاره د کار پیدا کولو او داسې نورې پروژې  په کابل، سمنګان، سرپل، هرات، بغلان، بلخ او بدخشان کې پلي کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS