له ملي او نړیوالو موسساتو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۲۳
له ملي او نړیوالو موسساتو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

سه شنبه ۲۱ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۳ تله ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن سه شنبه د میزان (تلې) په درېیمه نېټه تر غرمې وروسته د نهه ملي او نړیوالو هغه موسسو له مسوولینو سره وکتل چې د متشبثینو د ایتعداد د پیاوړتیا، د بې وزلو کسانو د اقتصادي ودې،د کورنیو د ژوند کچې لوړولو او دې ته ورته نورو برخو کې پروژې پلې کوي.

پدې کتنه کې ښاغلي الحاج عزیزي د افغانستان د اسلامي امارت پر قوانیو باندې پر ټینګار سره وویل:د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره د کډوالو، بنسټونو او صنعت په برخو کې فعالیت لومړیتوب لري..

ټاکل شوې ده چې دغه نهه موسسې د  6.936.278 امریکایي ډالرو په ارزښت خپلې پروژې په کابل، هرات، بلخ، ننگرهار، بامیان، بدخشان، تخار، کندوز، سمنگان، بغلان، کنړ، غزني، لغمان، پکتیکا، خوست، پروان، فاریاب او پکتیا ولایتونو کې پلې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS