هرات ولایت ته د جمهوري ریاست ددفترمقام د رییس او دصنعت او سوداګرۍ وزیر سفر

سهشنبه : د وري ۱۷مه ۱۴۰۰
د ولسمشر د دفتر رییس محمد شاکر کارګر ، د صنعت اوسوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني او ورسره مل پلاوي ، دتیموریانو دسلسلې لوی ادبي شخصیت او شاعرامیر علي شیرنوایي په اړه سمپوزیم کې دګډون په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
د هیواد تکړه شاعر او لیکوال امیرعلي شیر نوایي د علمي او فرهنګي شخصیت په ویاړ ملي سمپوزیم به د پنجشنبې په ورځ په هرات کې د دولتي چارواکو ، کلتوري او علمي شخصیتونو ، په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو او دهرات میشتو په شتون کې جوړ شي.
د ولسمشر د دفتر رییس محمد شاکر کارګر ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر او ورسره مل پلاوي د هرات ولایت له والي سید وحید زاهد قتالي سره په دې موخه وکتل چې د امیر علي شیر نوایي علمي او فرهنګي شخصیت په اړه یاد مراسم په ښه ډول ترسره شي.
اميرعلي شیر نوایی ، دتیموریانو په سلطنت کې د سلطان حسین بایقرا لومړی وزیر وو ، چې د لومړي وزیر په توګه یې په هرات او د هیواد نورو ولایتونو کې ښه ، اقتصادي او سوداګریز پرمختګ درلود.