هندوستان ته دافغانستان دانجې دصادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابریږي
دوشنبه: دوري ۲۳مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا هندوستان ته د افغانستان دانجې د صادراتو پروسې لپاره د ستونزو د حل او د لازمو اسانتیاو برابرولو په اړه لومړنۍ مشورتي ناسته په هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د استازو په ګډون او د افغانستان د خصوصي سکتورترمنځ په آنلاین ډول ترسره شو.
په دې ناسته کې ، دوست هیواد هند ته د افغانستان د انجې د صادراتو په پروسه کې د فرصتونو او ننګونو د ارزونې ، دعمل پلان له مخې په خپل ټاکلی مهال ویش د هند د FSAI دفتر سره د همغږۍ ناسته او د نورو اړوندو څانګو په ملاتړ او همغږۍ سره د افغانستان د سټنډرډ ادارې لخوا او له اړونده ادارو سره دهمغږۍ پریکړه وشوه
هندوستان په سیمه کې د هیواد تولیدشوې انجې لپاره یو له لویو غوښتونکوهېوادونو څخه دی ، او هند په دې وروستیو کې د افغاني انجې صادراتو لپاره یو لړ معیارونه ټاکلي ، چې له دې ډلې څخه ، دتحلیلي سرټیفیکیټ Certificate of Analysis وړاندې کول او د سټنډرډ دتصدیق ISO 17025 تطبیق کول په دغه معیارونو کې باید افغانستان په راتلونکو شپږو میاشتو کې صادرونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي ، د هند په ممبۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت او د خصوصي سکتور استازي اوس مهال هڅه کوي چې هندوستان ته د دنجې صادرولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.