په ازبکستان کې د افغان میرمنو درې ورځني نندارتون
شنبه: دغبرګولي۱۵مه ۱۴۰۰
د افغان متشبثو میرمنو د محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون د ازبکستان په جمهوریت کې جوړ شو.
دغه نندارتون د کار نړیوال سازمان (ILO) په مالي ملاتړ د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږي په تاشکند ترسره چې په یاد نندارتون کې د افغانستان متشبثو او سوداګرومیرمنوخپل لاسي صنایع او تولیدات محصولات په څلورو بیلابیلو غرفو کې نندارې ته وړاندې کړل ،د دغه نندارتون جوړولو او په دې برخه کې د لاسته راوړنو څخه يې ستاینه وکړه .
د یادونې وړ ده چې پدې نندارتون کې د افغان متشبثو میرمنو او ازبک سوداګرو تر منځ اته سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مشرتابه ژمن دی چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او کارولو په موخه به سږکال کوردننه او بهر یو شمیر نندارتونونه ترسره کړی.