په افغانستان کې د اکسیجن د تولیداتو زیاتوالی
یکشنبه: د غبرګولي۳۰مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په کابل او ولایتونو کې د اکسیجن تولید کونکو شرکتونو څخه وغوښتل ترڅو په هیواد کې د کرونا ناروغانو د اړتیا وړ اکسیجن پوره کولو په موخه خپل تولیدات زیات کړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پربنسټ په کابل او ولایتونو کې روغتونونو کې د اکسیجن کارول زیات شوي دې نوځکه د عامي روغتیا وزارت د غوښتنې پر اساس ښاغلي غوریانې ټینګار کوي چې د اکسیجن تولید کونکو شرکتونو دې هم د اکسیجن تولید اندازه زیاته کړې .
دصنعت او سوداګرۍ وزیر په وینا ، ازبکستان او تاجیکستان اویو شمیر سوداګر په څو ځله د کوید ۱۹ اړونده روغتونونو سره د اکسیجن مرسته کړې ده .
له بلې خوا ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر په حکم ، په کابل او ولایتونو کې د آکسیجن دتولید فابریکو د ستونزو څیړلو او حل کولو لپاره د دولتي اداراتو ګډه کمیټه جوړه شوي ده .
اوس په کابل او ولایتونو کې له 30 څخه ډیرې د اکسیجن فابریکې شتون لري ، چې هره ورځ شاوخوا لس زره ډبې اکسیجن تولیدوي او د کویډ ۱۹ اړونده روغتونونو او د اکسیجن ته اړو وګړو باندې يې پلوري.