په افغانستان کې د روسې نړیوالو شرکتونو لخوا د پانګونې چمتوالی

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۸:۲۸
په افغانستان کې د روسې نړیوالو شرکتونو لخوا د پانګونې چمتوالی

دوشنبه۸ شعبان المعظم ۱۴۴۵/ ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲

د روسې نړیوالو شرکتونو د بریښنا، ګاز او د کثافاتو سرې، د ډیجیټل حکومتولۍ، د هېواد د امنیت د لا پیاوړتیا لپاره د سیسټمونو په جوړولو او نورو اړوندو مسلو کې د پانګونې او همغږۍ لپاره چمتوالی وښود. همدارنګه د اوبو لیږد او د تیلو د رایستلو لپاره د پمپونو نصبول او له افغانستان سره په هغو پروژو کې د همغږۍ ډاډ ورکړ چې مختلف ډوله توربینونو ته اړتیا لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې رئیس ښاغلي صبغت الله آخوندزاده، چې د روسي نړیوال شرکتونو له چارواکو سره په لیدنه کې ټنګار وکړو چې افغانستان اوس له ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې لري او په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شتون لري مونږ د شته فرصتونو هرکلی کوو.

او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې ډول ډول برخو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوي ده او افغانستان په یادو برخو کې د پانګونې اچونې او همغږۍ ته اړتیا لري.

د غونډې په پای کې د دې وزارت له لوري ډاډ ورکړل شو او د کمپنیو له مسؤلینو اړوند طرحې وغوښتل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS