په افغانستان کې د پانګونې لپاره  د ایراني پانګوالو او ایران کې د مېشتو افغانانو لېوالتیا

anwar_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۳:۵۵
په افغانستان کې د پانګونې لپاره  د ایراني پانګوالو او ایران کې د مېشتو افغانانو لېوالتیا

یکشنبه ۱۴ شعبان المعظم ۱۴۴۵/ ۶ کب ۱۴۰۲

 د صنعت  او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي له هغو ایراني او افغان پانګوالو سره چې د موټرو روغنیاتو په برخه کې پانګونه کوي، وکتل.

په دې کتنه کې د فومن شیمي شرکت رئیس محترم حمید قاسم نژاد او ورسره ایراني او افغاني پلاوې چې په ایران کې د موټرو روغنیات تولیدوي په هرات ولایت کې په یاده برخه کې  پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په دې برخه کې د همکارۍ غوښتونکې شو. 

 ورپسې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست  د یاد هئیت له لورې د پانګونې څخه خوښې څرګنده کړه، هغوی ته يې ډاډ ورکړ چې خوشبختانه په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او موږ د کورنیو او بهرنیو سوداګرو پانګونې ته لیواله یو.

په پای کې ښاغلي عزیزی زیاته کړه  د افغانستان د  صنعتي کیدلو طرحه پای ته رسیدلو په درشل کې ده چې په پلی کیدلو سره به يې د برانډ امنیت خوندي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS