په افغانستان کې پانګونې لپاره د آذربایجان هیواد د پانګوالو لېوالتیا

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۷
په افغانستان کې پانګونې لپاره د آذربایجان هیواد د پانګوالو لېوالتیا

چهارشنبه 26 رجب المرجب 1445/ 18 سلواغه 1402

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د اذربایجان هیواد له ملي سوداګر ښاغلي نورسال نورسالوف سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او آذربایجان د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، ښاغلي نورسالوف زیاته کړه: د آذربایجان سوداګر او پانګوال په افغانستان کې له پانګونې سره ځانګړې لېوالتیا لري او غواړي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

 نوموړي دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه وغوښتل؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې ګډه خونې په جوړول کې ورسره همغږي شي.

ښاغلي عزیزي افغانستان ته د دوی له سفر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: الحمدلله په ټول هیواد کې بشپړ امنیت تامین دی او د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.

همدارنګه ښاغلي عزیزي وویل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دغه هېواد کې تل له پانګونې څخه ملاتړ کړی، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره پرله پسې هڅې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS