په بلخ ولایت کي  صنعتي پارک د بنسټ ډبره کښېښودل شوه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۰:۳۳
په بلخ ولایت کي  صنعتي پارک د بنسټ ډبره کښېښودل شوه

یک شنبه مورخ ۱۲ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۵ لیندی ۱۴۰۲

د بلخ ولایت د«بلخ باستان صنعتي پارک» د بنسټ ډبره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ځايي مسؤلین او ولایتي ادارې د مشرانو په شتون کې کېښودل شوه.

په دې مراسمو کې مرستیال والي ښاغلي مولوي نورالهادي ابوادریس، د صعنت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئیس ښاغلي مولوي سیدمحمد نعیم محمدي، د بلخ ولایت د صنعت او تجارت رئیس ښاغلي قاري امیرمحمد متقي، د بلخ د عدلیې رئیس ښاغلي مولوي امرالله مصلح، د بلخ د صنایعو او معدنونو خوني رئیس ښاغلي امام الدین سنايي زاده، د بلخ ولایت یو شمیر سوداګرو ،پانګوالو اوصنعت کارانو ګډون کړی و.

په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پلاوي په استازیتوب ښاغلي انجینر ریاض الحق ریاض د دې پروژې اړوند بشپړ معلومات وړاندي کړل، چي په وینا یې ددې صنعتي پارک لپاره د صنعت او تجارت وزارت له لوري د ۴ زره جریبه په اندازه مځکه په واک کي ورکړې، چي په لومړي پړاوو ۲۴۴ جریبه ځمکه کې  صنعتي پارک او پاته ساحه کې  تجارتي مرکز جوړیږی.

د نوموړي په خبره نن د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د صنعتي پارک لومړني کارونه پیل  چي په کې  ۳.۶ کیلو متر دیوال او ۱۰ کیلو متر د سړک جوړوني شامل دی چې چارې به يې  په شپږ میاشتو کي په بشپړې شی.

ورپسې د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئیس مولوي سیدمحمد نعیم محمدي د دې اقدام ستاینه وکړه او په وینا یې دا ډول اقدامات ثابتوي چې اسلامي امارت د صنعت، ځان بساینې او پانګونې په برخه کې په ښه ډول زمینه سازي کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS