په بلخ کې ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۱:۱۳
په بلخ کې ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

پنجشنبه ۳ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۱۵ لینډی ۱۴۰۳

د بلخ ولایت د صنعت او سوداگرۍ ریاست  له خوا د بلخ ملي او نړیوال نندارتون د دغه ولایت په ستر سوداګریز مارکیټ "مزار هوټل" کې د "کاپیسای باستان" نندارتونو جوړولو شرکت په همکارۍ تېره ورځ (چهارشنبه د لیندۍ په ۱۴ مه) د دریو ورځو په موخه پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې به چې درې ورځې دوام لري، په ۱۵۰ غرفو کې د هېواد محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي چې په پرانیست غونډه کې یې د بلخ والي محترم مولوي نورالهدی ابوادریس ، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ر ییس محترم قاری محمدامیر متقي او په بلخ ولایت کې د اسلامي امارت نورو چارواکیو او د خصوصي سکتور مشرانو، ګډون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS