په راتلونکي کال کې به دهېواد دغالیو صادرات ډیرشي

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۹:۳۷
په راتلونکي کال کې به دهېواد دغالیو صادرات ډیرشي

سه شنبه دمرغومې ۳۰مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري وایي چې په راتلونکي کال کې به دنویو برناموپه پلي کولو سره دهېواد دغالیو صادرات ډیر شي.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دغالیو دتولید او صادرونکو له پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې دنویو برنامو په پلي کولو سره به دغالیو صادرات ډیرکړي او دتیرو کلونو په پرتله به راتلونکی کال دغالیو صادرات ډیر کړي.

دښاغلي غوریاني په وینا، دصنعت او سوداګرۍ په وړاندیز او دجمهوري ریاست دعالي مقام په منظورۍ په راتلونکي کال کې ۶٪ سب سایډي دغالیو دصادراتو لپاره په پام کې نیول شوې چې دغالیو په صادراتو به مثبت اغیز ولري.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت دغالیو صادراتو ته په اشارې سره وویل چې دغالیو ستر نړیوال بازار په آلمان هېواد کې دی او یاد وزارت جمهوري ریاست ته ددغه هېواد لپاره دسوداګریزې اتشې وړاندیز استولی دی، چې دابه هم دغالیو په صادراتو مثبت اغیز ولري.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې دغالیو داستوګنې او صنعتي ښارګوټو دپروژې برخلیک هم دښارجوړونې له وزارت سره روښانه شوی او دیادې پروژې چارې به ډیر ژر پیل شي.

بلخوا دغالیو داستوګنې او صنعتي ښارګوټو دپروژې ریس علي صابري وویل چې دصنعت او سوداګرۍ و ښار جوړونې وزارتونو هڅو ته په پام سره به دغالیو داستوګنې او صنعتي ښارګوټو دپروژې چارې پیل کړي.

دیادولو وړ ده چې د غالۍ اوبدونکو او صادرونکو اتحادیې غړو ټینګار وکړ چې دغالیو په صادراتو کې ۶٪ سب سایډي اودغالیو داستوګنې او صنعتي ښارګوټو دپروژې عملي کېدل به دهېواد دغالیودصادراتو په پراختیا کې لویه ونډه ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS