په فاریاب ولایت کې د قوش تیپې نندارتون پرانیستل شو

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱۵
په فاریاب ولایت کې د قوش تیپې نندارتون پرانیستل شو

سه شنبه۱۳ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۲۵ مرغومی ۱۴۰۳

د هېواد په ولایتونو کې د داخلي نندارتونو د ځنځیرې جوړیدو په لړ کې چې د هېواد د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندنې، له داخلي توکیو څخه ګټې اخیستنې ته د هېوادوالو د هڅونې، د پیسو د چلند او له بزرګرو او صنعت کارانو څخه د ملاتړ په موخه جوړېږي، تېره ورځ (د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي( جدې) په ۲۴مه نېټه) په فاریاب ولایت کې د قوش تیپې لومړی نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون د وهاج نندارتون جوړولو شرکت له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت، نورو اړونده ارګانونو او خصوصي سکتور له خوا په لاره اچول شوی چې په پرانیست غونډه کې یې د فاریاب ولایت د والي مرستیال، د نوموړي ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس او د یاد ولایت نور سیمه ییز چارواکي حاضر وو.

په یاد نندارتون کې د هېواد محصولات او تولیدات په ۴۲ غرفو کې د دریو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS