په هرات ولایت کې د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی
دوشنبه: د غبرګولي۱۷مه ۱۴۰۰
په هرات ولایت کې د خوراکي توکو د تولید کارخانه چې د ۲۰۰ زره امریکايې ډالرو په پانګونې سره يې خپل فعالیت پیل کړي وه په یاده برخه کې يې خپله پانګونه زیاته کړې ده، چې ددې ولایت یو شمیر اوسیدونکو ته يې د کار زمینه هم برابره کړې ده .
نوموړې فابریکه ، چې د بسکیټونو، وائی فرواو کیکونو په تولید او بسته کولو کې فعالیت ترسره کوي په شپه او ورځ کې د ۱۲ زرو بسته کیک او بیسکیټو د تولید وړتیا لري.
د دې فابریکې مسؤلین وايي چې دوی د اړتیا وړ اومه توکې هیواد دننه ترلاسه کوي او هڅه کوي تر څو نږدی راتلونکې کې د پآنګونې په زیاتوالي سره خپل تولیدات نورو ولایاتو ته هم ولیږدوي.