په هېواد کې دسوداګرۍ پراختیا په موخه له یوشمېرعلمي بنسټونو سره دهمکارۍ تړون

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۱۰:۳۶
په هېواد کې دسوداګرۍ پراختیا په موخه له یوشمېرعلمي بنسټونو سره دهمکارۍ تړون

دوشنبه: دلیندۍ ۲۴ مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزارت دکورداید نړیوالې موسسې، کاردان او ګوهرشاد پوهنتونونو سره ، دهمکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

دغه هوکړه لیکونه دصنعت او سوداګرۍ وزارت دوزیر، ښاغلي نثار احمد غوریاني، په کابل کې دکورداید نړیوالې موسسې دریس، ښاغلي حبیب وان هایردن، دکاردان پوهنتون ارایوي ریس ښاغلي میرویس نهضت او دګوهرشاد پوهنتون ریس ښاغلي داکترجواد صالحی لخوا لاسلیک شول.

په یاده غونډه کې ښاغلي غوریاني وویل چې له دې هوکړې څخه یې موخه داده، تر څو وکولای شي دبازار دکار له معیارونو سره سم ځواک رامنځته کړي، همدا راز له خصوصي سکتورسره مرسته ، دصنعتي تولیداتو ډیروالی، د داخلي تولیداتو پرځان بسیاینه اودصادراتو پراختیا یې نورې موخې دي.

همدار راز ښاغلي غوریاني له خصوصي پوهنتونونو څخه وغوښتل چې دصنایعو په برخه کې نوې څانګې رامنځته او په دې برخه کې وړ کسان دصنعت دپراختیا په موخه دافغانستان دکار بازار لپاره وروزي.

د یادو هوکړه لیکونو له مخې به دصنعت او سوداګرۍ وزارت او اړونده بنسټونه، دسوداګرۍ په برخه کې دنویو پیژندل شویولارو چاروپېژندنه، دکارموندنې په برخه کې دنویو مفکوروپېژندنه، دپوهنتونونو،مسلکي انستیتوتونو،او ښوونځيو دزده کونکو ترمنځ درقابتي برنامو جوړول، دنوې سوداګرۍ په برخه کې دمحصلینو دظرفیت لوړول،په هېوادکې دکارموندنې د دود بنسټیزه کول،دکار له بازار سره دکارموندونکو نښلول،له لوستوځوانانو څخه ملاتړاو د کار په رامنځته کولوبرخه کې همکاري کوي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS